د بغداد هوائي ډګرسره نزدې دامریکائي عسکرو پرمرکزډرون بریدشوی
د امریکا توغندوي ضددفاعي سسټمونه نه دي توانیدلي ، دغه شان حملو مخه ونیسي او د بغداد په نړیوال هوائي ډګر کې پر یوه پوځي مرکزد ډرون شیشت ښخ شوی دی .، ددغې سرچینې په وینا دغې حملې کومې مرګ ژوبلې نه دي درلودلي .
صابرین نیوز خبری سایټ راپور ورکړی ،نن سهار وختي د بغداد هوائي ډګر سره نزدې په ویکټوریا پوځي مرکز چې د امریکائي پوځیانو د پاتیکیدا یو مرکز دی ، د بې پيلوټه الوتکې حمله شوې چې وئيل کیږي ، د پوځي ټرانسپورټي الوتکو ددریدا ځایونه ئې وران کړي دي .
په دې باب یوې سرچینې وئيلي دي ، د امریکا توغندوي ضددفاعي سسټمونه نه دي توانیدلي ، دغه شان حملو مخه ونیسي او د بغداد په نړیوال هوائي ډګر کې پر یوه پوځي مرکزد ډرون شیشت ښخ شوی دی .، ددغې سرچینې په وینا دغې حملې کومې مرګ ژوبلې نه دي درلودلي .
د تیرې پنجشنبې په سهار وختي هم په ویکټوریا پوځي مرکز توغندوي حمله شوې وه .