د افغانستان په بامیان ولایت کښې پینځه عسکر وژل شوي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د بامیانو ولایت په کهمرد ولسوالۍ کښې په حکومتي ځواکونو باندې د طالبانو په برید کښې پینځه (۵) امنیتي ځواکونه ووژل شول او یو(۱) بل ژوبل شو .
د بامیانو والی سید انور رحیمي په خبري کانفرنس کښې وویل طالبانو نن سهار دوې (۲) بجې د کهمرد ولسوالۍ په اشپشه سیمه کښې د حکومتي عسکرو په مرکزونو حملې پیل کړې او څو ساعته جګړه روانه وه .
هغه وویل که څه هم د طالبانو د مرګ او ژوبلو په هکله دقیق اطلاعات نشته خو د لومړیو راپورونو پراساس د طالبانو یو(۱) قومندان په دغه جګړه کښې ژوبل شوی دی .
له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر پیغام کښې ادعا کړي وه چې د بامیانو په کهمرد ولسوالۍ کښې نهه (۹) حکومتي عسکر وژل شوي او دوې(۲) امنیتي پوستې هم د دغه ډلې لاس ته ورغلي دي .
خو د بامیانو والي سید انور یحیی بیا وویل طالبانو هیڅ سیمه نه ده نیولي او د دغه ډلې ادعا دروغ ده .
هغه وویل حاضردمه د بامیانو د پولیسو قومندان په سیمه کښې دی او حالت د امنیتي ځواکونو په کنټرول کښې دي .