په بغداد کې  د ترهه ګرۍ ستره دسیسه شنډه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102146-په_بغداد_کې_د_ترهه_ګرۍ_ستره_دسیسه_شنډه_شوې
د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی سرغنه ا و  جنایتکار  له تعقیبونې  وروسته  چې  دبغداد ،نینواولایتونو او دترکیې ترمینځ ئې تګ راتګ کاوه، امنیتی ماموران بریالي شوي  ، د ترهه ګرۍ دغه ستر او خطرناک چینل  وپيژندي او له مینځه ئې یوسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 01:56 Asia/Kabul
  • په بغداد کې  د ترهه ګرۍ ستره دسیسه شنډه شوې

د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی سرغنه ا و  جنایتکار  له تعقیبونې  وروسته  چې  دبغداد ،نینواولایتونو او دترکیې ترمینځ ئې تګ راتګ کاوه، امنیتی ماموران بریالي شوي  ، د ترهه ګرۍ دغه ستر او خطرناک چینل  وپيژندي او له مینځه ئې یوسي .

موازین نیوز خبری سایټ راپور ورکړی ، د عراق  الحشد الشعبي  مبارز ځواک  پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، ددغه مبارز ځواک مامورانو ، په یولړ عملیاتو سره ،  دعراق په پلازمینې بغداد کې د ترهه ګرۍ  دغه ستره دسیسه  له  اجرا کیدا مخکې شنډه کړې ده .  

ددغې اعلامیې په اساس ،د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی سرغنه ا و  جنایتکار  له تعقیبونې  وروسته  چې  دبغداد ،نینواولایتونو او دترکیې ترمینځ ئې تګ راتګ کاوه، امنیتی ماموران بریالي شوي  ، د ترهه ګرۍ دغه ستر او خطرناک چینل  وپيژندي او له مینځه ئې یوسي . دغه جنایتکار په بغداد کې په جعلی هویتونو سره  تګ راتګ کاوه  څو د ترهه ګر اقداماتو لپاره  لاره هواره کړي ، خو  له جنایته مخکې د قانون په منګولو کې  سره د یوشمیر نورو جنایتکار و ګیر شو ا و دسیسه ئې شنډه شوه .