د یمن پوځ د عربستان پرپوځي مرکز ډرونزحمله کړې
یحیی سریع وئیلي دي دغه عملیات په تیرو دوو ورځو کې شوي او ددغو عملیاتو ویډیوئي کلیپ به ډير زر نندارې ته وړاندې شي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د یمن دپوځ ویندوي یحی سریع بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د بې پيلوټه الوتکو یونټ یو ځل بیا د عربستان اویمن په پولې کې په الودیعه سیمې کې د سعودي تیریګر ائيتلاف په پوځي مرکز د قاصف دوه کې ډوله ډرون حمله کړې چې په دغو عملیاتو کې د سعودي پوځ پنځه افسران او شپیته تالی څټي او پيّلي ماموران هلاک ااو ټپیان شوي دي .
یحیی سریع وئیلي دي دغه عملیات په تیرو دوو ورځو کې شوي او ددغو عملیاتو ویډیوئي کلیپ به ډير زر نندارې ته وړاندې شي . د یمن د پوځ ویندوي له دې مخکې هم روښانه کړې وه ، دسعودي تیریګر ائیتلاف په پوځي مرکزونو حملې او ټارګټ کول دیمن دکلابندۍ او تیریو په زیاتیدا یو قانوني او طبیعي ځواب دی .