امریکا د جولان لوړو په رسمیت له پیژندلو شاتګ کوي
واشنګټن فري بیکن خبري سایټ راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت د صهیونیسټي نیواکي ځمکې د یوې (۱) برخې په توګه د جولان د لوړو په رسمیت د پیژندلو په زمینه کښې د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت له فیصلې د شاتګ کولو په حال کښې دی .
د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ حکومت په دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال کښې نیواکي جولان سیمې د صهیونیسټ رژیم د ځمکې د یوې (۱) برخې په توګه په رسمیت وپيژندلې .
په تیر میلادي کال کښې د امریکا د هغه وخت خارجه وزیر مایک پمپئو دغو نیواکې سیمو ته سفر وکړ او په رسمي ډول یې ویل چې واشنګټن د جولان لوړو د نیواکي بللو څو لسیزې سیاست پریښودلی دی .
د نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷) میلادي کال له جنګ راهسې اسرائیلو د جولان د لوړو کابو دولس سوه (۱۲۰۰) مربع کلومیټره ځمکې نیولي او هغه یې په نولس سوه یواتیایم (۱۹۸۱) میلادي کال کښې له خپلو نیواکي ځمکو سره یوځاې اعلان کړې .