په یمن د عربستان د تیریګر ائتلاف حملې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102206-په_یمن_د_عربستان_د_تیریګر_ائتلاف_حملې_دوام_لري
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ رسندوي سرچینو د یمن په یوشمیر سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګي الوتکو د حملو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2021 08:38 Asia/Kabul
  • په یمن د عربستان د تیریګر ائتلاف حملې دوام لري

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ رسندوي سرچینو د یمن په یوشمیر سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګي الوتکو د حملو خبر ورکړ .

د سعودي عربستان په مشرۍ د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په بیلابیلو سیمو باندې شپاړس (۱۶) ځله  هوايي بریدونه کړي دي .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو د یمن په مرکز مارب ولایت کښې په یوشمیر سیمو بمبارې کړي دي .

د سعودي عربستان ائتلاف دغه راز د یمن په شمال کښې په صعده ولایت باندې هم څو ځله هوايي حملې وکړې خو تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د رسیدلي تاونونو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په مارب ولایت کښې د خپلو ځواکونو له ماتي خوړلو وروسته نن سبا په دغه ولایت کښې له مخکې څخه خپلې حملې زیاتې کړي دي .

د سعودي عربستان رژیم څه د پاسه شپږ (۶)کاله کیږي چې له امریکا او څو عربي هیوادونو سره یوځاې یې په یمن باندې تیري پیل کړي دي چې له کبله یې تراوسه په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوي او د یمن  بیخ بنایانو ته زیات تاوانونه رسیدلي دي .