امریکې ته په عراق کې د مقاومت د ډلو خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102302-امریکې_ته_په_عراق_کې_د_مقاومت_د_ډلو_خبرداری
په عراق کې د مقاومت ډلو اعلان وکړ چي د الحشد الشعبی په ولسي ځواکونو باندې د امریکې د هوایي بریدونو غچ به واخیستل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2021 11:51 Asia/Kabul
  • امریکې ته په عراق کې د مقاومت د ډلو خبرداری

په عراق کې د مقاومت ډلو اعلان وکړ چي د الحشد الشعبی په ولسي ځواکونو باندې د امریکې د هوایي بریدونو غچ به واخیستل شي.

د صابرین نیوز له راپور سره سم، د عراق د مقاومت ډلو نن دوشنبه له سوریې سره د دغه هیواد په پولو کې په الحشد الشعبي ځواکونو باندې د امریکې د هوایي برید په غبرګون کې په یوه ګډه بیانیه کې اعلان وکړ: موږ په خپل هیواد کې د امریکایي ترهګرو ځواکونو د حضور د دوام په وړاندې په ارامه نه کښېنو، د امریکایي ځواکونو حضور د عراق د پارلمان او د ولس د غوښتنې سره په ټکر کې دی.

د عراق د مقاومت ډلو دې ته په اشارې سره چي د امریکا تیری ګرو ځواکونو په حشد الشعبي باندې په برید سره خپلو جنایاتو ته دوام ورکوي، ټینګار وکړ: د دغو شهیدانو د وینو انتقام به واخیستل شي او دښمن به د ماتي تریخ خوند وڅکي.

د کتائب سید الشهدا ډله ویلي چي په اول ګام کې به د امریکې الوتکې د عراق په فضا کې په نښه کړای شي.

تېره ورځ امریکایي جنګي الوتکو د سوریې او د عراق په پولو کې د الحشد الشعبي په ځواکونو بمبار وکړ چي د امله ۴ تنه شهید او ۳ نور ټپیان شوي دي.