په ابوظبۍ کښې د قدس د نیواکګر رژیم سفارت پرانستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102366-په_ابوظبۍ_کښې_د_قدس_د_نیواکګر_رژیم_سفارت_پرانستل_شو
د فلسطین له آرمانونو سره د خیانت په لړ کښې په ابوظبۍ کښې د قدس د نیواکګر رژیم سفارت پرانستل شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2021 02:57 Asia/Kabul
  • په ابوظبۍ کښې د قدس د نیواکګر رژیم سفارت پرانستل شو

د فلسطین له آرمانونو سره د خیانت په لړ کښې په ابوظبۍ کښې د قدس د نیواکګر رژیم سفارت پرانستل شو

د فلسطین له ولس او آرمان او له ټول عرب او اسلامي امت سره د یو بل خیانت په لړ کښې صهیونیسټي رژیم پرون د متحده عرب اماراتو په پلازمینې ابوظبۍ کښې د خپلې سفارتخانې د رسمي افتتاح خبر ورکړ

د صهیونیسټي رژيم خارجه وزی یائیر لاپید چې اماراتو ته په سفر تلی دی، د تل ابیب د رژيم د سفارت افتتاح یې یوه تاریخي پیښه وبلله او ادعا یې وکړه چې اسرائیل له خپلو ګاونډیانو سره د جنګ پر ځاې، د صلحې او جوړجاړي په لټه کښې دي.