د یمن خارجه وزیر په تیریګرو هیوادونو د دباو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102590-د_یمن_خارجه_وزیر_په_تیریګرو_هیوادونو_د_دباو_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د باندنیو چارو وزیر هشام شرف پرون د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ له مشر پیټر مائورر (peter maurer) سره په کتنې کښې بشري حقوقو ته د پاې بندۍ ، د یمن پرضد د تیریو او د کلابندۍ د ختمولو او سولې ته د مخه کولو لپاره په تیریګرو هیوادونو باندې د دباو د راوستلو پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2021 01:02 Asia/Kabul
  • د یمن خارجه وزیر په تیریګرو هیوادونو د دباو غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د باندنیو چارو وزیر هشام شرف پرون د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ له مشر پیټر مائورر (peter maurer) سره په کتنې کښې بشري حقوقو ته د پاې بندۍ ، د یمن پرضد د تیریو او د کلابندۍ د ختمولو او سولې ته د مخه کولو لپاره په تیریګرو هیوادونو باندې د دباو د راوستلو پرضرورت ټینګار وکړ .

هشام شرف په دغه کتنې کښې د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د استازندویه پلاوي او د هغوې د کارکونکو  د ماموریتونو د ترسره کولو لپاره د ضروري اسانتیاو د برابرولو په لړ کښې  د یمن د اړونده ادارو په چمتووالي ټینګار وکړ .

سعودي عربستان د امریکا ، متحده عربي اماراتو، انګلستان ، اردن ، اسرائیلو ، بحرین وغیره په ملاتړ سره له دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال څخه د یمن پرضد پوځي تیریو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی او تراوسه یې د دغه هیواد څه  د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي ، په لسګونو زره نور یې ژوبل کړي او په میلیونو نور یې کډوال کړي هم دي .