د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف باید خپله ماتي ومني
سبا خبري اژانس وايي د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي ټینګار وکړ د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د ماتي له منلو او له یمن څخه وتلو پرته د تښتې بله لاره نلري .
هغه بیګا وویل د یمن پرضد د تاریخي او د برخلیک ټاکونکي جنګ مدیریت نور د تیریګرو هیوادونو په لاس کښې نه دی بلکې د یمن انقلابي مشران او قومندان برلاسي دي او د دغه هیواد ځواکونه داسې نوي پوځي سټراتيژۍ لري چې د یمن له بدلونونو سره سمون خوري .
العاطفي ډاګینه کړه یمن د روزنې د وسلو او د تاکتیکونو په بیلابیلو سویو دفاعي او یرغلیز امکانات لري او د یمن د ملت اراده نه ماتیږي او هغه د اسلامي امت او د هغوې په سر کښې د مقاومت د چورلیز د ارادې برخه ده .
د یمن دفاع وزیر په دوام کښې وویل که چیرې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو تیریګر ائتلاف د یمن پرضد خپلې زور وینې ته دوام ورکړي نو درنه بیه به ورکړي .
هغه دې ته په اشارې سره چې د یمن پرضد د تیریګر ائتلاف غړي هیوادونه له سولې یوازې رسندوي استفاده کوي ټینګار وکړ د یمن پرضد د حملو او د کلابندۍ دوام د سولې او د ثبات لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی .
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي په پاې کښې وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف له ترهګرو ډلو استفادې ته مخه کړي ده او دغه مسله د دغه ائتلاف د شرمونکي ماتونکي په معنا ده او د امریکا رول هم په ډاګه کوي .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغوې د ملګرو هیوادونو په حملو او بریدونو کښې تراوسه څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونو نور کډوال شوي هم دي .