Jul 18, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې۱۴۰۰-۰۴-۲۶

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې د دې هفتې له پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په تېره هفته کښې سعودي ته د عمان د سلطان سفر، په امنيتي او سياسي دوو برخو کښې د عراق بدلونونه او د لبنان د کابينې له جوړولو څخه د سعدالحريري انکار د اېشيا د لويديځې سيمې ډېر مهم واقعات وو. نو ښه ده په دې اړه ځينو تحليلي رپوټونو ته ستاسو پام راګرځوو.

د عمان بادشاه سلطان هېثم بن طارق د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ د سعودي د بادشاه سلمان بن عبدالعزيز په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر کښې سعودي عرب ته لاړ او د دغه هېواد وليعهد محمد بن سلمان د سعودي د شمال نئوم ښار بندر کښې د هغه هرکلے وکړ.

سعودي ته د عمان د سلطان سفر د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کښې په خپل هېواد کښې د اقتدار د ترلاسه کولو له وخت نه د هغه وړومبنے بهرنے سفر ؤ.دغه سفر له يوې خوا د دواړو خواو د تعلقاتو د پراختيا لپاره او له بلې خوا د سيمه ايزو حالاتو او بدلونونو له لحاظه زيات اهميت لري.

د دوو اړخيزو تعلقاتو په برخه کښې سعودي له اقتصادي پلوه د عمان د سلطان سفر ته زياتې د اميد سترګې نيولې دي او په همدې وجه سعودي ته د هېثم بن طارق سفر په اوسنۍ مرحله کښې د سعوديانو لپاره زيات اهميت لري، ځکه چې باوري دي چې له ګڼ شمېر بحرانونو په تېره بيا له اقتصادي مشکلاتو څخه د سعودي د وتلو لپاره يو دروازه کېدې شي.

د خپرو شويو رپوټونو له مخې هغو اقتصادي حالاتو ته په پام سره چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي، په مختلفو برخو کښې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي تعلقاتو مضبوطيه، د دوو اړخيزو ملګرتياو او د دواړو هېوادونو لپاره د سوکالۍ او غوړېدنې د رامنځته کولو په خاطر د ترقۍ د لارو چارو پراختيا د دوو اړخيزو خبرو اترو يو محور ؤ.

عمان له سعودي سره د تجارتي راکړه ورکړه د اندازې زياتولو ته په طمه دے او په دې لړ کښې کوشش کوي چې له سعودي عرب سره د پوله ايزې لارې په شان د منصوبو په پرانېستې او د  دواړو خواو د پوله ايزې فاصلې په کمولو سره له سعودي سره د اقتصادي راکړو ورکړو اندازه زياته کړي.

د سعودي او عماني چارواکو د وېنا له مخې مسقط او رياض غواړي چې د څه باندې 680 کيلوميټره اوږدوالي پوله ايزه لار د روان ميلادي کال له ختمېدو نه مخکې پرانېزي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تجارتي تبادلې او پانګونې د چټکتيا او زياتوالي سبب شي.

يوه بله موضوع چې سعودي ته د عمان د سلطان د سفر د اهميت سبب شوه سيمه ايز حالات او واقعات په تېره بيا د يمن موضوع وه. عمان د سعودي په ائتلاف کښې شتون نه لري او تل يې هم کوشش کړے چې د يمن د بحران په حقله مېنځګړتيا وکړي چې البته دغو کوششونو لا څه نتيجه نه ده لرلې. يو بل مهم ټکے دا دے چې يمنيان په عمان اعتماد لري او د دغه هېواد د مېنځګړيتوب له هلو ځلو هم هرکلے کوي.

د اېشيا په لويديځ کښې د تېرې هفتې يوه بله مهمه واقعه د عراق په ناصريه کښې د الحسېن (ع) نومې روغتون کښې د تېرې هفتې د نهې د شپې اور لګېدنه او د تقريباً يو سل دېرشو بې ګناه عراقيانو وژله وه چې دغې پېښې د عراقيانو قهر راپارولے دے. دغه روغتون د کورونا د بيمارانو د قرنطينې مرکز ؤ.

د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي د تېرې هفتې د نهې په ورځ د دغې اور لګېدنې په اړه په يوه خاصه غونډه کښې د روغتيا د عمومي مدير د الحسېن (ع) نومې روغتون د مدير او د اور مړ کولو د ادارې د مشر د څنګته کېدو حکم جاري کړ.

په دغه خاصه غونډه چې د عراق يو شمېر وزيرانو، چارواکو او امنيتي قوماندانانو پکښې ګډون وکړ الکاظمي په دغه هېواد کښې د عمومي وير اعلان وکړ او ذي قار صوبې ته د فوري طبي او نورو مرستو د لېږلو غوښتنه وکړه.

په عراق کښې په تېره هفته کښې يو بل هم خبر په پارلېماني انتخاباتو کښې چې ټاکل شوې ده د اکتوبر په ۱۰ نېټه اوشي له ګډونه د صدر ډلې ډډه کول وو چې. مقتدا صدر د تېرې هفتې د زيارت په ورځ په يوه ټيلي ويژني وېنا کښې وويل: «د وطن د نجات په لړ کښې چې فاسدانو پرې اور لګولے او لګوي يې اعلان کوم چې په انتخاباتو کښې ګډون نه کوم او له هغو ټولو کسانو څخه چې په اوسني او راتلونکي حکومت کښې له ما سره د وابستګي څرګندوي د بې زارۍ اعلان کوم.»

د اهميت وړ ټکے دا دےچې په ذي قار صوبه کښې د الحسين (ع) روغتون د اور لګېدنې د مړيو د جنازې په مراسمو کښې ځينو ګډون کؤنکو د متقدا صدر په خلاف نعرې ووهلې او د صدر ډلې مشر هم دغه نعرې اورېدلي دي. د صدر په خلاف د نعرو وهلو وجه هم دا ده چې هغوي باوري دي چې د عراق د برېښنا برخه د صدر ډلې په اختيار کښې ده.

مقتدا صدر په داسې حال کښې په انتخاباتو کښې د نه ګډون اعلان وکړ چې له يوې خوا صدر ډله د راتلونکو انتخاباتو لپاره ۹۵ نامزدان لري او له بلې خوا صدر له دې مخکښې ويلي وو چې په راتلونکو انتخاباتو کښې به  حتی د ۲۰۱۸ کال له انتخاباتو هم زياتې چوکۍ ترلاسه کړي او د وزيراعظم غوره کېدو توان لري.

دانتخاباتو د خپلوکې عالي کمېشنرۍ وياندې مېرمن جمانه غلائي د مقتدا صدر د نظرڅرګندونې په ردعمل کښې تاکيد وکړ چې د انتخاباتي لېسټونو او نامزدانو له حتمي تائيد نه پس له انتخاباتو څخه د ډډې کولوامکان نه لري.هغې همدارنګ وويل، د کمېشنرۍ لوړه شورا به له پارلېماني انتخاباتو څخه د صدر ډلې د ډډې کولو په باره کښې دوباره فېصله وکړي.

د لبنان د کابينې په تشکيلولو مامور وزيراعظم سعدالحريري د تېرې هفتې د زيارت په ورځ له دغې ذمه وارۍ څخه ډډه وکړه. الحريري په دغه ورځ د لبنان له ولسمشر سره کتنه وکړه او وې ويل: مېشل عون ته يې د ۲۴ ماهرو وزيرانو يو لېسټ وړاندې کړے دے، خو عون په وړانديزي لېسټ کښې د يو لړ بدلونونو غوښتنه وکړه، يوه داسې موضوع چې الحريري يې منلو نه انکار وکړ.

خو داسې ښکاري چې هغه حتی له مېشل عون سره د تېر زيارت د ورځې له کتنې مخکې له خپلې ذمه وارۍ څخه ډډې کېدو ته چمتووالے لرۀ او همدې موضوع ته په پام سره يې ولسمشر ته نوي نومونه ورکړل. الحريري د خپلې ډډې کولو په بيانيه کښې وويل: «مونږ له جناب ولسمشر سره اتفاق نه شوو کولې او همدې وجه زۀ د حکومت له تشکيلولو ډډه کوم.»

د لبنان ولسمشر مېشل عون هم د دغو څرګندونو په ځواب کښې په يوې بيانيه کښې وويل: الحريري د کابينې په لېسټ کښې د هيڅ ډول بدلون لپاره چمتووالے نۀ لرۀ د کابينې د تشکيل د مامور لخوا له ولسمشر سره د اتفاق د اصلي نه منل د دې ښودنه کوي چې هغۀ د ډډې کېدو لپاره له مخکې نه فېصله کړې وه.

د الحريري انکار د لبنان په دننه او بهر کښې پراخ غبرګونونه لرلي دي. د لبنان په دننه کښې د کابينې له تشکيلولو څخه د سعدالحريري د ډډې کولو له اعلان سره په يو وخت د ښار څو سړکونه د هغه د پلويانو د احتجاجونو او نااراميو کتونکي وو.

په غربا ښار کښې د سعدالحريري پلويانو د خځلې د ډرمونو په سوزولو سره څو سړکونه د تګ  راتګ په مخ وتړل چې دغه چاره د هغوي او امنيتي ځواکونو د نښتو سبب شوه او احتجاج کؤنکو په امنيتي ځواکونو کاڼي اورول او ځواکونو هم د پلاسټيکي ګوليو هوائي ډزې وکړې.

له بيروت نه علاوه د البقاع، طرابلس، صېدا په شمول د لبنان په نورو ښارونو او سيمو کښې د کابينې له تشکيلولو څخه د ډډې کولو، د ډالر د بينې د اوچتېدو او نورو مسائلو په اړه احتجاجونو لمن ارته شوه.

امريکې او فرانسې هم د الحريري د انکار په اړه غبرګونونه وښودل. د امريکې خارجه وزير آنتوني لېنکن په دې اړه وويل چې د لبنان سياسي ټولنې د نهو مياشتو فرصت له لاسه ورکړے دے او اوس د دغه هېواد اقتصادي حالت د  زوال په حال کښې دے. بلېنکن د کابينې له تشکيلولو څخه د الحريري انکار د لبنان د خلقو لپاره يوه بله افسوسناکه واقعه وبلله او په لبنان کښې د اصلاحاتو په اجرائي قابليت سره د لبنان د حکومت د تشکيلېدو په اهميت يې تاکيد وکړ.

د فرانسې د خارجه وزارت وياند هم د يوې بيانيې په صادرولو سره دې ته په اشارې سره چې لبنان له بې مخينې اقتصادي او اجتماعي بحران سره مخامخ دے وويل: پېرس د کابينې د تشکيلولو له ذمه وارۍ څخه د لبنان د منصوب وزيراعظم سعدالحريري ډډې ته کېدل د دغه هېواد د هغه سياسي بندون په معنا بولي چې د دغه هېواد مشرانو له څـومياشتو راهسې رامنځته کړے دے.

داسې ښکاري چې د الحريري انکار د کورني او بهرني دوو وجوهاتو له مخې دے. د هېواد په دننه کښې  د کابينې په جوړولو کښې د الحريري د ناکامۍ اصلي وجه د لبنان له ولسمشر مېشل عون سره د هغۀ اختلاف ته ګرځي. مېشل عون باوري دے چې وزيراعظم پکار دے کابينه د ولسمشر په اتفاق سره تشکيل کړي، خو الحريري د ولسمشر له دغه نظر سره مخالف نظر لري او ولسمشري يو ډول تشريفاتي پوسټ بولي چې يوازې د کابينې تائيدونکې وي. دغه موضوع د دواړو خواود اختلاف سبب شوه. په دې وروستيو ورځو کښې په دې اړه چې الحريري د کابينې له تشکيلولوو څخه د ډډې کولو کوشش کوي زيات خبرونه خپارۀ شوي وو.

په بهرني اړخ کښې د لبنان اوسنے حالت په دغه هېواد کښې د تاوتريخوالي او بحران جوړونې په هدف سره د پرديو عواملو د کوششونو نتيجه ده، يوه داسې چاره چې د لبنان د حزب ا... د اجرائي شورا مشر سيد هاشم صفي الدين همه ورته د تېرې جمعې په ورځ اشاره وکړه او وې ويل، په هره هغه سيمه کښې چې پکښې شرافت او مقاومت موجود وي د امريکائي فتنې هدف ګرځي او د لبنان ننني ټول مصيبتونه په مستقيمه يا غېر مستقيمه توګه د امريکې لخوا رامنځته شوي دي.

گوينده:

عزتمنو دوستانو د لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې د دې هفتې پروګرام وخت په همدې ځاے ختميږي  نو له داسې يو پروګرام سره به په راتلونکې هفته کښې بيا ستاسو په خدمت کښې حاضر شوو، تر هغه وخت ښاد او خوشحاله اوسئ.

----------

ټیګونه