په عراق کې امریکائي عسکرو ته هیڅ اړتیا نه لرو
قیس علی الخزعلی پخپل ټولنیز پیغام کې وئیلي دي ، د فواد حسین دڅرګندونو فهم ، په عراق کې د پاتیکیدا په خاطر د امریکا حکومت د پلمې لپاره پلمه په لاس ورکول بللی او وئيلي ئې دي ، درست پوهیږي ، چې دا موضوع دعراق له مصلحت سره هیڅ اړه نه لري ، بلکې د هغه اسرائيلي رژيم له ګټو سره اړونده ده چې عراق او عراقیان ئې خپل لومړي لمبر دښمن ګڼي .
د عراق دعصائب اهل الحق غورځنګ عمومی منشي قیس الخزعلی امریکائي ځواک ته د بغداد داړتیا په باب د عراق دخارجه وزیر فواد حسین د د ریځونو په ردولو سره دغه څرګندونې خواشینونکي بللي دي .
قیس علی الخزعلی پخپل ټولنیز پیغام کې وئیلي دي ، د فواد حسین دڅرګندونو فهم ، په عراق کې د پاتیکیدا په خاطر د امریکا حکومت د پلمې لپاره پلمه په لاس ورکول بللی او وئيلي ئې دي ، درست پوهیږي ، چې دا موضوع دعراق له مصلحت سره هیڅ اړه نه لري ، بلکې د هغه اسرائيلي رژيم له ګټو سره اړونده ده چې عراق او عراقیان ئې خپل لومړي لمبر دښمن ګڼي .
دعراق خارجه وزیرفواد حسین پرون په واشنګټن کې چې امریکا ته د یوه پلاوي په مشرۍ په سفر تللی ، دامریکا اوعراق د سټراټژيکو خبرواترو د څلورم پړاؤ لپاره ئې زمینه جوړل په داسې حال کې پيل کړي چې ددغو خبرواترو اصلي موضوع ،یعني له عراقه د امریکائي عسکرو وتل ، څنډې ته کیدا په حال کې دي .
داپه داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي هم د راتلونکي دوشنبې په ورځې په په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جوزف بایډن سره لیده کاته وکړي ، چې دغې چارې د عراقي ولس غوسه او کرکه یو ځل بیا راپارولې ده .