طالبان د سولې په خبرو کښې زیات غوښتنه کوي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل طالبان د سولې په خبرو کښې په حکومت کښې له اویا(۷۰) تر اتیا (۸۰)فیصده پورې د ونډې د لرلو ، د حل و عقد د شورا د رامینځته کولو او د دیني تعلیماتو د تعریف پراساس د شریعت د تطبیق په شان سترې غوښتنې او ځینې نور موردونه مطرح کوي .
هغه وویل طالبان د سولې په خبرو کښې یوشمیر غوښتنې لري چې ترټولو ستر غوښتنې یې د ټولو بندیانو خوشي کیدل ، د ملګروملتونو له تور فهرست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو لیرې کول ، د دیارلس سوه درې څلویښتم (۱۳۴۲) هجري لمریز کال د اساسي قانون نافذول او د ولسمشرۍ د څوکۍ ترلاسه کول دي .
هغه وویل د طالبانو ډلې نورې مهمې غوښتنې د حکومت د مشرۍ ترلاسه کول او امنیتي ، د خارجه وزارت ، د اقتصاد وزارت ، د عدلیې وزارت او د ځایي حکومتونو د چارو ترلاسه کول دي .
د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم پرون وویل طالبان هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کښې تر ټولو زیاته ونډه ولري .