صهیونیسټ رژيم یوازې د زور ژبه پیژني
المنار ټیلي ویژن راپور ورکړ د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بیري وویل د تیرو دریو (۳) ورځو بدلونونو دغه خبره ثابته کړه چې صهیونیسټ رژیم یوازې د زور ژبه پیژندي او تیریګري د اسرائیلو د ماهیت نه جلا کیدونکي برخه ده .
نبیه بیري د لبنان په سرحدونو باندې د صهیونیسټ رژيم وروستیو تیریګرو حملو ته په غبرګون کښې وویل له اسرائیلو سره د مقابلې یوازنۍ لاره په وحدت او مقاومت باندې تکیه کول دي .
د لبنان د ډیموکراټیګ ګوند مشر طلال ارسلان هم په دې هکله وویل دا د لبنان د پوځ او د مقاومت غورځنګ حق دی دی چې د خپل ټاټوبي او د واکمنۍ د دفاع لپاره هر ګوزار ته د هغه په شان او یا له هغه ستر ګوزار ورکړي .
د لبنان د صور د علماو د ټولنې مشر علامه شیخ علي یاسین هم په لبنان باندې د اسرائیلو رژیم حملې د لبنان د امنیت د کمزوري کولو او د فتنې د رامینځته کولو لپاره د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د پروژې په لړ کښې وبللې او ویې ویل د دغو حملو په مقابل کښې باید غلي کې ننو او باید د خلکو او د مقاومت غورځنګ په ملګرتیا سره د صهیونیسټ رژیم له حملو سره د مقابلې کولو لپاره د لبنان د پوځ ملاتړ او مرسته وکړو .