امریکا په یمن کښې د جنګ د دوام غوښتونکي ده
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام ټینګار وکړ تر هغه وخته چې د یمن د لورو ترمینځ جنګ وي امریکا د دغه جنګ د دوام غوښتونکي ده .
د یمن د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل مونږ موافقه وکړه مارب ولایت د هغه د وسیدونکو لخوا اداره شي پرته له دې چې د دغه ولایت هیڅ وسیدونکي څنګ ته کړې شي .
عبدالسلام وویل د صنعا د حکومت وړاندیزي پلان په مارب ولایت کښې د ټولو بندیانو ازادیدا او تاواني شویو خلکو ته د ګرمې د ورکولو په هکله موافقه ده .
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند عبدالسلام ټینګار وکړ امریکا او سعودي عربستان په مارب ولایت کښې یوشمیر خوځښتونه ترسره کوي او انساني اړخونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي .
هغه وویل د سعودي عربستان له لورو سره تماس هماغه راز دوام لري او هغه د سیمې او سیاسي شرایطو لاندې دي .
سعودي عربستان د امریکا ، متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او له هوا ، ځمکې او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .