لبنانی استازی:
د ایران د ملاتړ د امله د امریکې دسیسې شنډي شوې
د لبنان د پارلمان یو استازی په دغه هیواد کې د بحران په رامینځ ته کولو کې د امریکې په کړچار نیوکې وکړې.
د لبنان په پارلمان کې د الوفا للمقوامه د فراکسیون غړی حسن فضل الله په دغه هیواد کې د تیلو د کمښت کړکېچ ته په اشارې سره وویل د ایران له لوري د تېلو استول شوي کښتۍ د امریکې او د هغه دملګرو ارزونې له ماتې سره مخامخ کړ.
فضل الله ټینګار وکړ: امریکا او د هغه ملګرو په لبنان کې د کړکېچونو په رامینځ ته کولو سره د لبنان د خلګو د خوارولو او د مقاومت د جریان د کمزوري کولو هڅې کوي.
هغه زیاته کړه چي امریکا د لبنان د ولس سره د نورو هیوادونو د مرستو او همدارنګه د دغه هیواد د صادارتو د پیسو د بیرته راتلو مخنیوی کوي.
فضل الله وویل: امریکا لبنان ته د تېلو د وارداتو مخه هم نیولې ده، اوس د لبنان ولس د دې هیواد د حکومت د کمزوري چلند او د امریکې د محاصرې د امله له کړاونو سره لاس په ګرېوان دي.
د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو ورځو کې د تېلو یوه جوپه لبنان ته واستوه او د حزب الله سرمنشي سید حسن نصرالله ګواښ وکړ چي په ایراني کښتیو باندې هر ډول برید د لبنان په خاروه باندې د برید په معنا ده.
لبنان په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره مخامخ شوی خو امریکا په دغه موده کې د لبنان د ستونزو د هواریو د مخنیوی په موخه په دغه هیواد یې پراخ بندیزونه لګولي دي او د لبنان خلګ یې له معیشتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.