یونیسف:
په هرو لسو دقیقو کښې یو یمني ماشوم مري
د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرايي مدیرې پرون وویل چې په یمن کښې په هرو لسو منټو کښې یو ماشومان د لوږې او ناروغۍ په شمول په هغو وجوهاتو مري چې مخنیوی یې کیدې شي.
د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرايي مدیرې پرون وویل چې په یمن کښې په هرو لسو منټو کښې یو ماشومان د لوږې او ناروغۍ په شمول په هغو وجوهاتو مري چې مخنیوی یې کیدې شي.
هنریټا فور Henrietta Fore د یمن په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې هم داشان وویل: د ۱۱ میلیون او ۳ لاکه ماشومانو په شمول په یمن کښې ۲۱ میلیونه کسان انساندوستانه مرستو ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړه: ۲ میلیونه او ۳ لکه یمني ماشومان نن سبا پوره خواړه نه لري او له ۵ کالو د کم عمر تقریباً ۴ لاکه ماشومان هم په دغه هیواد کښې له سختې خوارځواکۍ رنځیږي او د مړینې له خطر سره مخامخ دي.
په انساني چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال مارډین ګریفیټس هم له دې مخکښې وویل چې په یمن کښې انساني حالات غمیزه ناک دي او ۵ میلیونه یمنیان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.