سوریې د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106048-سوریې_د_بهرنیو_عسکرو_په_وتلو_ټینګار_وکړ
سانا خبري اژانس وايي د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد چې د کډوالو وزیر هم دی یوځل بیا له دغه هیواده د خارجي عسکرو چې په غیر قانوني ډول هلته ديره دي د وتلو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2021 10:29 Asia/Kabul
  • سوریې د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ

سانا خبري اژانس وايي د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد چې د کډوالو وزیر هم دی یوځل بیا له دغه هیواده د خارجي عسکرو چې په غیر قانوني ډول هلته ديره دي د وتلو غوښتنه وکړه .

هغه په نیویارک کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره کتنه وکړه او په ټولو اقتصادي او سیاسي سویو کښې یې د دمشق او د ماسکو د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا د بیلابیلو ارخونو په هکله غور وکړ .

روسیې او سوريې د ترهګرۍ په کامل ډول تر ختمیدا پورې له ټروریزم سره د مبارزې د دوام او په سوریې کښې د خارجي عسکرو د غیرقانوني شتون د ختمیدا او د دمشق پرضد د یواړخیزه بایکاټونو د لغو کیدا پرضرورت ټینګار وکړ .

سوریې په ځلونو ټینګار کړی دی چې په ختیځ او شمال سیمو کښې د امریکا او د ترکیې د خارجي عسکرو شتون د سوریې د شتمنیو او د تیلو له غلا کولو پرته بل هیڅ هدف نلري .