دعراق په کرکو کې اته داعشی تکفیریان هلاک شوي دي
د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د تکریت په جنوب کې ئې د داعشي تکفیری ترهه ګرې ډلې یو مهم کمانډر په ابو رحمه مشهور ادریس عدنان اسماعیل سره د یوشمیر ملګرو هلاک کړی او د دوي له منګولو ئې زیات شمیر وسلې اوتجیهزات هم ولجه کړي دي .
زمونږ خبریال د الفرات نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د عراق دوسلوال ځواک دلوئې درستیزوالۍ ویندوي یحی رسول په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، ددغه هیواد امینتی ځواک په کرکوک کې په یولړ عملیاتو کې اته داعشی تکفیریان هلاک کړي او دهغوي یوشمیر پټنځایونه ئې هم تباه کړي دي .
یحی رسول پرون په یولړ څرګندون کې دعراق د کرکوک ولایت په جنوب لویدیځ کې دپوځ دپراخو عملیاتو د ترسره کیدا خبر ورکړی دی .. هغه په دې زمینې کې وئيلي دي ، ددغه هیوادپوځ توانیدلی دغه شان ئې یو شمیر نور تکفیری ترهه ګر نیولي هم دي . داپه داسې حال کې دي چې د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک هم پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د تکریت په جنوب کې ئې د داعشي تکفیری ترهه ګرې ډلې یو مهم کمانډر په ابو رحمه مشهور ادریس عدنان اسماعیل سره د یوشمیر ملګرو هلاک کړی او د دوي له منګولو ئې زیات شمیر وسلې اوتجیهزات هم ولجه کړي دي .