افغانستان له اقتصادي او ټولنیزې پاشل کیدا سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106458-افغانستان_له_اقتصادي_او_ټولنیزې_پاشل_کیدا_سره_مخ_دی
رویټرز خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسول جوزپ بورل پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو لخوا د افغانستان شل (۲۰)‌ کلن نیواک ، ورانۍ او چورتالان ته له اشارې پرته ولیکل افغانستان د اقتصادي او د ټولنیزې دړې وړې کیدا په لور د حرکت په حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2021 01:33 Asia/Kabul
  • افغانستان له اقتصادي او ټولنیزې پاشل کیدا سره مخ دی

رویټرز خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسول جوزپ بورل پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو لخوا د افغانستان شل (۲۰)‌ کلن نیواک ، ورانۍ او چورتالان ته له اشارې پرته ولیکل افغانستان د اقتصادي او د ټولنیزې دړې وړې کیدا په لور د حرکت په حال کښې دی .

هغه وویل په افغانستان کښې د تر ټولو بدې سناریو د رامینځته  کیدا مخنیوی دې ته ضرورت لري چې طالبان ځانونه د نړیوالو مرستو لپاره له ضروري شرایطو سره برابر کړي .

د اروپایې اتحادیې دغه لوړرتبه چارواکي وویل د افغانستان د بانکونو د نظام ستره برخه په ټپه دریدلي ده او خلک له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو جوګه نه دي .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل د افغانستان د پناه غوښتونکو د نوي څپې د رامینځته کیدا په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره وویل که چیرې د ژمي په نږدې کیدا شرایط په همدې بڼه دوام ولري موجوده خطرونه به په انساني غمیزې بدل شي .

له دې مخکې هم اروپايي اتحادیې د پراخ بنسټه حکومت جوړول ، بشري حقوقو ته احترام او د ترهګرو فعالیتونو لپاره د افغانستان له خاورې د نه استفادې په هکله ډاډ ورکول د طالبانو په رسمیت د پیژندلو لپاره شرطونه ټاکلي وو .

د افغانستان زیات خلک د هیواد اوسني حالات د امریکا د ماتي خوړلو سیاستونو نتیجه ګڼي .