د لبنان په ضد د سعودي عربستان د سختو دریځونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106480-د_لبنان_په_ضد_د_سعودي_عربستان_د_سختو_دریځونو_دوام
په لبنان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره سره د دغه هیواد په وړاندې د عربستان په سخت دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2021 13:44 Asia/Kabul
  • د لبنان په ضد د سعودي عربستان د سختو دریځونو دوام

په لبنان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره سره د دغه هیواد په وړاندې د عربستان په سخت دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د المیادین له راپور سره سم، د لبنان په ضد د سعودي په سخت دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او ریاض د لبنان په بحران کې همدارنګه خپل منفي رول ته دوام ورکړی دی.

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتی د پیسو د نړیوال صندوق سره په مذاکراتو سره هیلمن دی چي د دې هیواد د اقتصادي بحران له حل سره مرسته وکړي.

میقاتی هیله لري چي د امریکا او سعودی سره یې اړیکې د لبنان په وړاندې د بن سلمان په دریځ اغېز وکړي او سعودي په لبنانی توکو باندې بندیزونه ختم کړي.

د لبنانی سرچینو په وېنا د پیسو له نړیوال صندوق سره د میقاتی خبري اترې او په هغه باندې تکیه یوازې به تر یو حده پوري په لبنان کې د اقتصادي بحران فشارونه کم کړي، خو د هغوی په وېنا تر پارلماني ټاکنو مخکې به دغه هیواد له نړیوالو هیڅ ډول جدي مرستې تر لاسه نه کړي.

په لبنان باندې د امریکې او د سعودي د اقتصادي فشارونو له زیاتېدو سره هممهال، حزب الله هڅه کوي چي له نورو هیوادونو مرستې تر لاسه کړي او د اقتصادي بحران د حل سره مرسته وکړي.

په وروستیو میاشتو کې په لبنان کې د سونګو توکو د کمښت بحران د حزب الله له لوري د ایران څخه د تېلو په وارداتو سره حل شو.