فلسطین:
د اشغالګری تر ختمېدو پوري به مقاومت دوام وکړي
د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ غړی ټینګار وکړ چي د صهیونیستانو په ضد به جهاد د فلسطین څخه د نیواکګرو تر شړلو او د فلسطیني ولس د حقوقو تر تامینېدو پوري دوام وکړي.
خالد البطش د فلسطین د اسلامي جهاد د رامینځ ته کېدو د کلیزي په مراسمو کې جوته کړه: موږ هر کال دغه مراسم لمانځو تر څو د نیواکګرو تر وتلو پوري د جهاد په دوام باندې ټینګار وشي.
د اسلامي جهاد د غورځنګ دغه چارواکی تاکېد وکړ چي د جهاد بهیر او د ډکټر شقاقي، رمضان شلح، شیخ احمد یاسین، ابوعمار او د شهیدانو لاره دوام موندي.
د دې غورځنګ سرمنشي زیاد النخاله هم په دغه مراسمو کې په خپلو وېناو کې د اسرائیل په ضد په مقاومت باندې ټینګار وکړ او له صهیونیستانو سره د مخامخېدنې تر ټولو غوره لاره مقاومت وباله.
هغه زیاته کړه: یا به له اسرائیل سره جنګېږو او یا به هم ورته سر ټیټوو او تسلیمېږو له دې دوو لارو پرته بله چاره نه لرو، که له هغوی جنګ وکړو نو به له عزت ډک ژوند ولرو او که مو سر ټیټ کړ نو باید تل پاتې ذلت ته ځانونه تیار کړو.