ترکیه په سوریې کښې استعماري هدفونه تعقیبوي
سانا خبري اژانس وايي د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد وویل ترکیه په ښکاره ډول د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه د ترهګرو په جذبولو او د سوریې د تباه کولو لپاره په هڅې سره خپل استعماري هدفونه تعقیبوي .
هغه پرون وویل د ترکیې په شان ځینې هیوادونه هماغه راز د داعش له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوال ائتلاف په نوم سره په سوریې او سیمه کښې د خپلو جیو سیاسي پلانونو د اجرا کوشش کوي .
فیصل مقداد د ترکیې لخوا د سوریې د شمال ختیځ سیمو وسیدونکو ته د اوبو په بندولو نیوکه وکړه او ویې ویل سوریه به په قدرت سره د امریکا د ترکیې او د اسرائیلو د تیریو او د نیواکګرۍ له بیلابیلو رودو سره مقابله وکړي او د خپلو نیواکي ځمکو د بیرته ازادولو او د نړیوالو قوانینو او د اساسي قانون په چوکاټ کښې به له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي .
د ترکیې پوځيان د کرد وسله والو کسانو د حملو د مخه د نیولو لپاره د سوریې شمال ته ننوتلي دي او ډیرې سیمې یې نیولي دي .
د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد دغه راز د جولان د نیواکي سیمې موضوع ته اشاره وکړه او هلته د ښارګیو د شمیر د زیاتولو په هدف سره د صهیونیسټ رژیم د فیصلې په هکله یې وویل د جولان لوړو د بیرته ازادولو او د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې د دمشق دریځ ثابت دی .
د سوریې خارجه وزارت هم وویل د جولان نیواکي لوړې د سوریې دي او دغه سیمې به زر یا په ځنډ سره د سوریې لاس ته ورشي .
د سوریې خارجه وزارت په جولان نیواکي لوړو کښې د ښارګیو د جوړولو د شمیر د زیاتولو په هکله د اسرائیلو د لومړي وزیر نفتالي بنت وینا ته غبر ګون وښوده او دغه کار یې وغاند .