په مارب کې د صنعا د ځواکونو نوې بریالیتوبونه
په یمن کې یوې فوځي سرچینې د مارب په جنوب کې په څو فراخو سیمو باندې د یمن د فوځ او د ولسي ځواکونو د بشپړه واکمنتیا خبر ورکړ.
د اسپوټنیک له راپور سره سم، د یمن فوځ او ولسي ځواکونه د مارب په جګړې کې د خپلو پرمختګونو په دوام کې د الجوبې د ښار یو شمېر سیمي نیولي دي.
اوس مهال د یمن ولسي ځواکونه په یاد ښار کې د الروضې، او الخویر سیمي نیولي او د الجوبی د ښار د ختیځو سیمو د نیولو لپاره تیاری نیسي.
همدارنګه د یمن ولسي ځواکونه د العبدیې په ښار کې هم د عربستان په لاسپوڅو ځواکونو برید کړي، د سعودي ائتلاف تیارې تر ۵۰ ځلي زیات په یادو سیمو کې د یمن په ولسي ځواکونو هوایي بریدونه کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې د یمن فوځ او ولسي ځواکونه د مارب د ازادولو په موخه خپلو بریدونو ته زور کړي او د سعودي د ائتلاف لاسپوڅو ځواکونو ته یې درنې مرګژوبلې اړولې دي.