صهیونیسټ رژیم یو ځوان فلسطینی شهید کړ
خبري سرچینې په غزې تړانګه کې د ستنېدو په لاریون کې د یو ځوان فلسطیني چې د صهیونسټو پوځیانو په نېغ په نېغه ډزو لګېدلی و، د شهادت خبر ورکړ.
د معا خبري اژانس د ننني راپور سره سم، محمد لبد کابو دوه کاله مخکې د ستنېدو په لاریون کې د صهیونسټي پوځیانو په ډزو لګېدلی و او بېګا د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د دوه زره اتلسم کال د مارچ په دېرشمه د ستنېدو لاریون، د ستنېدو په حق په ټینګار، د غزې په محاصرې او بیت المقدس ته امریکا د سفارت په انتقال په اعتراض کې پېل شو.
له بلې خوا حماس غورځنګ په خپل ټویټر کې اعلان وکړ چې دغه غورځنګ نن سهار وختي او د خپل پوځي توان د زیاتولو لپاره څلور نوي توغندي ازمویلې دي.
د فلسطین سرچینو په دې اړه وویل چې د صهیونسټ رژیم د ادعاګانو په اپوټه په غزې کې د مقاومت د ځواکونو د جوړولو توغندویي توان په وروستي دولس ورځني جنګ کې تاوان نه دی لیدلی.
د حماس پوځي څانګې د القسام کنډکونو هم تېره جمعه په غزې کې نوی توغندی ازمویلی و.