له صهیونیستي رژیم سره د عربستان د اقتصادي اړیکو اشوا کېدل
د بحرین او امارات په مینځګړیتوب د سوداګریو څو موافقې د اسرائیل او سعودي عربستان تر مینځ لاسلیک شوي دي.
د ګلوبز ورځپاڼې په یو راپور کې ولیکل په داسي حال کې چي عربستان د فلسطین د ملاتړ ادعا کوي، د اسرائیل او سعودي رژیمونه په وروستیو میاشتو کې د ډیپلماټیکو اړیکو د برقرارولو په موخه سلامشورې تر سره کړي.
د دې ورځپاڼې له راپور سره سم، دواړو لورو مهمو سوداګریزي موافقې هم لاسلیک کړي، د عربستان بازار د اسرائیلي شرکتونو لپاره خورا د اهمیت وړ دی.
دا په داسي حال کې دی چي د یهودیانو د لومړني عبادتځای د جوړېدو چارې هم په ریاض کې رواني دي، دغه ستره ودانۍ به په عربستان کې د یهودیانو مرکز وي.
د دې راپور سره سم، د رواني اوونۍ د دوشنبې په ورځ اسرائیلو ته له عربستان لومړنی الوتنه وشوه چي ورپسې د سې شنبې په ورځ هم د ریاض په هوایي میدان کې د اسرائیل لومړني الوتکه کښیناسته.