دامریکاپوځیان عراق ته دمصري الوتکوپه پوښښ سره راګرځي
امریکائی حکومت دې پخپلې ژمنې عمل وکړي او که داسې نه وي ، نو هیڅوک به ئې د مقاومت له دروند او جدي ګوزاره ونه ژغوري .
مهر خبری اژانس د النجباءد اطلاع رسونې د دفتر له قوله راپور ورکړی ،د عراق دالنجباء ا سلامی مقاومت غورځنګ عمومی منشي شیخ اکرم الکعبی دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،د امریکا نیواکګر او شرغواړي حکومت د مخکینۍ ژمنې په اپوټه ، ددسمبر تر پاي پورې له عراقه دشاتګ د مهال ویش باندې له پابندۍ سرغړوي ، زیاته کړې ، دوي په همداوورستیو کې خپل ځواکونه د هماغې مخکینۍ لارې دیره کړي دي او ځینی نور پوځیان هم د عراق د اوسني حکومت په څارنې سره له واشنګټنه د مصر د الوتکو په وسیله بغداد هوائي ډګر ته منتقلوي ، ددې په ترڅ کې چې خپل شرمیدلي او ماته خوړلو پوځیانو یوه برخه ئې له افغانستانه عراق ته لیږدولې ده . هغه ګواښ کړی ، چې امریکائی حکومت دې پخپلې ژمنې عمل وکړي او که داسې نه وي ، نو هیڅوک به ئې د مقاومت له دروند او جدي ګوزاره ونه ژغوري .