بحرین هم د لبنان دسفیر د ویستلو لپاره ۴۸ساعته وخت ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107562-بحرین_هم_د_لبنان_دسفیر_د_ویستلو_لپاره_۴۸ساعته_وخت_ورکړ
د ریاض رژيم دجمعې ورځې له فیصلې د منامې ملاتړ  په داسې حال کې دی  چې  عربستان هم همداراز  دغه هیواد ته د درستو لبنانیو شیانو د وارداتو د درولو فیصله کړې ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 30, 2021 06:31 Asia/Kabul
  • بحرین هم د لبنان دسفیر د ویستلو لپاره ۴۸ساعته وخت ورکړ

د ریاض رژيم دجمعې ورځې له فیصلې د منامې ملاتړ  په داسې حال کې دی  چې  عربستان هم همداراز  دغه هیواد ته د درستو لبنانیو شیانو د وارداتو د درولو فیصله کړې ده .

ایرنا خبری آژانس  د الجزیره خبری چینل له قوله راپور ورکړ، بحرین هم د لبنان د اطلاع رسونې د وزیر  له هغو  څرګندونو سره په ارتباط کې  چې په یمن ئې د سعودي ائیتلاف  پوځي تیري محکوم کړي دی ، له عربستانه په پيروۍ سره ، په منامې کې دلبنان سفیر ته اته څلویښت ساعته وخت ورکړی څو له دغه  هیواده ووځي .

 په راپور کې وئيل  شوي دي ، د ریاض رژيم دجمعې ورځې له فیصلې د منامې ملاتړ  په داسې حال کې دی  چې  عربستان هم همداراز  دغه هیواد ته د درستو لبنانیو شیانو د وارداتو د درولو فیصله کړې ده .

د لبنان داطلاعاتو دچارو وزیر  جارج فرداحي څو ورځې مخکې په یوه ټیلیویژني  پروګرام کې په یمن کې د سعودي تیریګر ائیتلاف د تیریو او  او جنایتونو په محکومولو سره  وئیلی  چې  د یمن انصار ا... غورځنګ   د جنګ په کلونو کې د دغه ائیتلاف  د اقداماتو په وړاندې یوازې دځان دفاع کړې ده . او زه باؤري  یم دغه جنګ چټي دی  او باید ودرول شی ، دیمن ملت له ځانه دفاع کوي ، آیا دغه شان ملت باندې تیری روا دي ؟

داپه داسې حال کې دي چې د لبنان حزب ا... ولسی غورځنګ په پنجشنبې  ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په دې په ټينګار سره چې د جارج قرداحي په ضد دخولې یرغلونه  د لبنان په حاکمیت او کرامت تیری دی ، روښانه کړې ده ،  حزب ا... غورځنګ  په چورلټ ډول د لبنان د اطلاع رسونې د وزیر دڅنګة کولو او یا په اجباري ډول  استعفی ته دهغه د اړباسلو  هر ډول غوښتنې سره مخالف دی .