د یمن پوځيانو د عربستان د سنګرونو پرضد عملیات کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108156-د_یمن_پوځيانو_د_عربستان_د_سنګرونو_پرضد_عملیات_کړي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون وویل وسله والو ځواکونو د سعودي عربستان د سنګرونو پرضد ځانګړي عملیات ترسره کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2021 01:41 Asia/Kabul
  • د یمن پوځيانو د عربستان د سنګرونو پرضد عملیات کړي

فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون وویل وسله والو ځواکونو د سعودي عربستان د سنګرونو پرضد ځانګړي عملیات ترسره کړي دي .

هغه وویل د یمن د توغندوي یونټونو د سعودي عربستان په جنوب کښې په عسیر   سیمه کښې په ظهران الجنوب او د یمن د پلازمینې صنعا په جنوب کښې د تعز په لویدیځ او مارب ولایت کښې ځانګړي پوځي عملیات کړي دي او توغندي په دقیق ډول په خپلو هدفونو لګیدلي دي .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د سعودي عربستان په عسیر سیمه کښې په ظهران الجنوب کښې د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو په مرکز په دریو (۳) بلاسټیک توغندیو سره برید شوی او پکښې د عربستان ګڼ شمیر پوځي افسران او عسکر مړه او ژوبل شوي دي .

هغه وویل د یمن د تعز ولایت په لویدیځ کښې د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو د روزنې په مرکز هم د دوو (۲) بلاسټیک توغندیو برید شوی دی .

سعودي عربستان له دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد بمباریو ، حملو او د ځمکې ، سمندر او هوا له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه په سلګونو زره کسان مړه او ژوبل شوي او په میلیونو خلک  کډوال شوي هم دي .