اسرائیلي ترهګرو ځواکونو په لسګونو فلسطیني وګړو ته مرګژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108562-اسرائیلي_ترهګرو_ځواکونو_په_لسګونو_فلسطیني_وګړو_ته_مرګژوبله_واړوله
د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د جمعې په ورځ په لسګونو فلسطیني وګړي د صهیونیستي رژیم له لوري په نښه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2021 03:11 Asia/Kabul
  • اسرائیلي ترهګرو ځواکونو په لسګونو فلسطیني وګړو ته مرګژوبله واړوله

د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د جمعې په ورځ په لسګونو فلسطیني وګړي د صهیونیستي رژیم له لوري په نښه شوي دي.

د فلسطیني رسنیو له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم ترهګرو فوځیانو د قلقیلیې د ښار په ختیځه کفر قدوم کې د اسرائیلي ښارګوټو د جوړونې په ضد د فلسطیني یانو په سوله ایزه لاریون باندې برید وکړ.

په کفر قدوم کې د ولسي مقاومت غړی مراد شتیوي وویل: صهیونیستي ځواکونو په عامو وګړو باندې ډزې وکړې چي د امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښتل.

په وروستیو اونیو کې په فلسطیني وګړو باندې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.