د سعودي ائتلاف د جنايتونو په خلاف د يمنيانو احتجاجي مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108590
د يمن دالحُدېده ګڼ شمېر خلقو د فوځ او ولسي اسيرانو ځواکونو په خلاف د سعودي ائتلاف د جنايتونو په غندلو سره احتجاجي مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 20, 2021 12:47 Asia/Kabul
  • د سعودي ائتلاف د جنايتونو په خلاف د يمنيانو احتجاجي مظاهرې

د يمن دالحُدېده ګڼ شمېر خلقو د فوځ او ولسي اسيرانو ځواکونو په خلاف د سعودي ائتلاف د جنايتونو په غندلو سره احتجاجي مظاهرې وکړې.

د المسيره چېنل د رپوټ له مخې يمني مظاهره کؤنکو د يمن د اسيرانو او خلقو په خلاف د سعودي ائتلاف او د هغه د تالي څټو اقدامات او همدارنګ د يمن د خلقو، خدماتي او حياتي تاسيساتو بمبارول وغندل.

د الحُدېده خلقو تاکيد وکړ، د محاصرې او د تېلو، خوراکو او درملو د کيشتيو اودرولو په باره کښې د ملګرو ملتو خاموشي، د دې سبب کيږي چې دغه نړيواله اداره هم د دغه تېريګر ائتلاف په جنايتونواو د هغو په نتائجو کښې شريکه ګڼل کيږي.

د يمن د ملي نجات د حکومت د خارجه وزارت د وېنا له خمخې د امريکې، سعودي او اماراتو تيريګر ائتلاف او تالي څټو د ۲۰۱۵ کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه د تيري له ابتداء څخه د اعدام، شکنجو، مثله کولو، څرمن وېستلو او په بدو حالاتو کښې بندي کولو په شمول د فوځي او ولسي اسيرانو په خلاف ډېر بد جنايتونه ترسره کړي دي.

د يمن خارجه وزارت په دوام کښې له نړيوالې ټولنې په خاصه توګه د ملګرو ملتو د امنيت له شورا او د بشري حقوقو له شورا او د بشري حقوقو په ډلو غوښتي دي چې د خاموشۍ په ماتولو سره دې د سعودي تر ملاتړ لاندې ځواکونو دغه جنايتونه وغندي.