له صهیونیسټي رژیم سره اړیکې ټینګول حرام دي
د مسلمان علماؤ نړیوالې اتحادیې له صهیونیسټي رژیم سره د ائتلاف او ورسره د موافقو د لاسلیکولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو اقدام وغنده
د مسلمان علماؤ نړیوالې اتحادیې له صهیونیسټي رژیم سره د ائتلاف او ورسره د موافقو د لاسلیکولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو اقدام وغنده
د مسلمانو علماؤ د اتحادیې له خوا پرون په صادره شوې بیانیه کښې راغلي دي: کوم ائتلافونه او عملي ګامونه چې ځینو عربو هیوادونو له اسرائیلو سره د اړیکو د ټینګښت لپاره پورته کړل، یو غندل شوی کار او د فلسطین له خلکو سره خیانت دی.
دغې اتحادیې له مسجدالاقصی، قدس شریف او فلسطین څخه په ملاتړ کښې په خپل دائمي دریځ باندې په ټینګار سره، د هر هیواد یا ډلې له خوا له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو ښه کول وغندل.
د مسلمانو علماؤ اتحادیې هم داشان د نیواکي ټاټوبي په تیره بیا د مسجدالاقصی او قدس شریف د آزادولو لپاره د ټولو مادي او معنوي هلوځلو په کارول کیدو ټینګار وکړ.