صهیونیسټي پوځیانو یو بل فلسطیني ځوان شهید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109170-صهیونیسټي_پوځیانو_یو_بل_فلسطیني_ځوان_شهید_کړ
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په نیواکي ټاټوبي کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2021 10:52 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي پوځیانو یو بل فلسطیني ځوان شهید کړ

د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په نیواکي ټاټوبي کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ

فلسطین الیوم رپورټ ورکړی چې صهیونیسټي پوځیانو نن د نیواکي فلسطین په ام الفحم ښار کښې په یو ځوان باندې ډزې وکړې او هغه یې شهید کړ.

د صهیونیسټي رژيم رسنیو وویل چې دغه فلسطیني ځوان په خپل ګاډي د یو شمیر صهیونیسټو پوځیانو د وهلو کوشش وکړ چې له امله یې دوه پوځیان زخمي شوي دي.

د ویلو ده چې صهیونیسټي پوځیان او ښارګي میشتي هره ورځ په مختلفو پلمو د فلسطیني مظلوم خلک شهیدوي، زخمي کوي او یا یې زنداني کوي.