په سوریې کښې د امریکا په اډې کښې چاودنې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109282-په_سوریې_کښې_د_امریکا_په_اډې_کښې_چاودنې_شوي
د سوریې خبري سرچینو په جنوب ختیځ کښې په التنف سیمه کښې د امریکا د پوځي اډې دننه د څو ویرونکو چاودنو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2021 12:25 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د امریکا په اډې کښې چاودنې شوي

د سوریې خبري سرچینو په جنوب ختیځ کښې په التنف سیمه کښې د امریکا د پوځي اډې دننه د څو ویرونکو چاودنو خبر ورکړ .

د سوریې ټیلي ويژن نن وویل د امریکا دغه اډه د عراق سرحد ته نږدې پرته ده .

د سوریې د بشري حقوقو څارونکي موسسې هم په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د سوریې په جنوب کښې د امریکا په التنف نومې پوځي  اډې باندې  برید شوی دی .

پرون هم د سوریې په دیرالزور سیمه کښې په «کونیکو» تیلو میدان کښې د امریکا په نیواکګرو ترهګرو پوځیانو راکټي برید شوی و .

د امریکا د پوځ په غیر قانوني اډو باندې بیلا بیلې حملې په داسې حال کښې دي چې د سوریې حکومت په خپل هیواد کښې د امریکا پوځي شتون غیر قانوني ګڼي او هغه نیواک  بولي .

امریکا له سعودي عربستان ، انګلستان ، فرانسې ، متحده عربي اماراتو، ترکیې ، اردن ،اسرائیلو ، بحرین او نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې ، عراق ، لبنان ، افغانستان او نورو ډیرو هیوادونو کښې له داعش ، القاعده او نورو وهابي ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، استخباراتي او پوځي مرستې کوي .