د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109508-د_فلسطین_موضوع_د_اسلامی_نړۍ_تر_ټولو_مهم_لومړیتوب_دی
ایرن په څولسیزو کې ثابته کړې ده ،  چې د افغانستان د ورور ملت  لپاره یو غوره کوربه او ملاتړی  دی او د خپل توان په حد کې  ئې  دڅه دپاسه  درې نیم میلیون افغان  کډوالو لپاره  د روغتیا ، تعلیمي او اقتصادي  امکانات برابر کړی دی، ځو  د ایران په ضد لګول شوو  ظالمانه بندیزونو په دلیل ،  موجود اقتصادي ظرفیّتونه  ددغه بهیر  اړتیاؤ ته ځواب ورکول له مشکل سره مخ کړي دي  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2021 01:56 Asia/Kabul
  • د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب دی

ایرن په څولسیزو کې ثابته کړې ده ،  چې د افغانستان د ورور ملت  لپاره یو غوره کوربه او ملاتړی  دی او د خپل توان په حد کې  ئې  دڅه دپاسه  درې نیم میلیون افغان  کډوالو لپاره  د روغتیا ، تعلیمي او اقتصادي  امکانات برابر کړی دی، ځو  د ایران په ضد لګول شوو  ظالمانه بندیزونو په دلیل ،  موجود اقتصادي ظرفیّتونه  ددغه بهیر  اړتیاؤ ته ځواب ورکول له مشکل سره مخ کړي دي  

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړ ، دایران داسلامی شورا مشر محمد باقرقالیباف داسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو د پارلیمانونو دمشرانو  په شپاړسم کنفرانس کې  چې د ترکیې په استبانبول کې ترسره شو ،پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی هیوادونو په وروستیو لسیزو کې د مختلفو ،کلتوري ، اجتماعي  او سیاسی  اړخونو کې د پراختیا لپاره  دملی هلوځلو په مرستې  سره  نوی حرکت پيل کړی دی ، ووئيل ،  البته دغه سوکه سوکه بدلون به  هاله  د اسلامی نړۍ لپاره ځیری ورکونکی شي ، چې  درست مسلمان ملتونه  په وحدت او یووالي سره  د مشترکو اسلامی ارزښتونو ته په پام سره  ډ  اسلامی نړۍ دمشکلاتو دحل لپاره هم توانمنۍ زیاتې کړي . 

د ایران د اسلامی جمهوریت د مقننه قوې  یا پارلیمان مشر  مسلمانانو ترمینځ  اتحاد ،همپالنه  او مشارکت ، داسلامی نړۍ یوه ترټولو مهمه سټراټژيکه موضوع وبلله او وې وئي ل، دغه مهم ته باید  داسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو  هیوادونو د بین الپارلیماني  ټولنې ځانګړی پام ورواړي . قالیباف په دې په ټينګار سره چې  د فلسطین موضوع  داسلامی نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب دی ، روښانه ړه ،  څه دپاسه اوه لسیزې کیږي ، چې   دنیا  د فلسطین دملت د کرامت او دانساني حقوقو  په بنیادي خلاف ورزیو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د وجشي ډوله سیاستونو او اقداماتو نندارچي ده .

 محمد باقر قالیباف  په دې خبرې په ټينګار سره چې   مقاومت د صهیونزم  چینل   پروژه  ناکامه کړې  او د دوي دشاتګ دبهیر دپيلیدا سبب شوی ، زیاته کړې ، مقاومت  دمرګ کلتور نه، بلکې  دژوند  کلتور دی . هغه  همداراز د  اسلامی امت د یوې جدي اندیښنې په توګه د افغانستان  موضوع ته په اشارې سره روښانه کړه ،  ایرن په څولسیزو کې ثابته کړې ده ،  چې د افغانستان د ورور ملت  لپاره یو غوره کوربه او ملاتړی  دی او د خپل توان په حد کې  ئې  دڅه دپاسه  درې نیم میلیون افغان  کډوالو لپاره  د روغتیا ، تعلیمي او اقتصادي  امکانات برابر کړی دی، ځو  د ایران په ضد لګول شوو  ظالمانه بندیزونو په دلیل ،  موجود اقتصادي ظرفیّتونه  ددغه بهیر  اړتیاؤ ته ځواب ورکول له مشکل سره مخ کړي دي