د یمن په شمال کې دعربستان بل پرمختللی ډرونهم نسکورشو
Dec 11, 2021 03:15 Asia/Kabul
په روان میلادي کال کې دا نهم ماډرن بې پيلوټه جاسوسي الوتکه د ه چې دیمن د هوافضا دفاعي سسټم په وسیله نسکوریږي .
المسیره ټيلیویژنی چینل بیګا راپور ورکړ، د یمن دپوځ هوافضادفاعي یونټ د مارب ولایت د صرواح ولسوالۍ په فضا کې د امریکا جوړ شوی ، سکن ایګل ډوله ماډرن جاسوسي ډرون په توغندي ویشتې او نسکور کړی ئې دی .
دیمن پوځ څو ورځې مخکې هم په مارب ولایت کې دغه ډول ماډرن ډرون نسکور کړی ؤ .
په روان میلادي کال کې دا نهم ماډرن بې پيلوټه جاسوسي الوتکه د ه چې دیمن د هوافضا دفاعي سسټم په وسیله نسکوریږي .
وروستی راپورونه ښئ چې د مارب ښار په شاوخوا ځينو سیموکې په همداوروستیو شپو ورځو کې د سعودي ائيتلاف له ځواک سره د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ځواکونو نښتې زیاتې شوي دي .
ټیګونه