د امریکې له لوري د سوري ښاریزو یرغمل کېدا
Dec 13, 2021 09:48 Asia/Kabul
د امریکې نیواک ګرو ځواکونو د سوریې په دیرالزور کې د څرخکو په مټ یو شمېر سوري ښاریز یرغمل کړي دي.
د سوري رسنیو له راپور سره سم، تېره شپه امریکایي ځواکونو د البصیرې په سیمه کې په یوه پراخ عملیات کې یو شمېر ملکي وګړي یرغمل کړي دي.
څو ورځې مخکې هم امریکایي څرخکو د کردانو د ډیموکراټیکو عناصرو په مرسته د الشحیل له سیمي څخه یو شمېر ملکي وګړي یرغمل کړي وي چي تر اوسه یې څرک نه دی لګېدلی.
امریکایي ځواکونه د سوریې د حکومت او د ولس د مخالفت سره سره په سوریې کې په خپل ناقانون حضور سره د داعش او نورو ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ لپاره عملیاتونه کوي.
ټیګونه