عراق کښې امریکايي پوځیان له عین الاسد اډې ووتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109986-عراق_کښې_امریکايي_پوځیان_له_عین_الاسد_اډې_ووتل
د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2021 04:06 Asia/Kabul
  • عراق کښې امریکايي پوځیان له عین الاسد اډې ووتل

د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکړ

د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکړ او ویې ویل چې امریکايي ځواکونه به په راتلونکو څو ورځو کښې د اربیل (الحریر) اډه هم خالي کړي.

تحسین الخفاجي پرون وویل: له عین الاسد اډې څخه د امریکې د جنګي ځواکونو د وتلو عملیات بشپړ شول او اوس په دغه اډه کښې یوازې صلاحکار ځواکونه پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې له عراق څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو اعلان به د دسمبر په ۳۱ نیټه وشي.