چین په عراق کښې ۱۰۰۰ ښوونځي جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110038-چین_په_عراق_کښې_۱۰۰۰_ښوونځي_جوړوي
د چین حکومت په عراق کښې د زرو ښوونځیو د جوړولو په هدف سره د یو تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 04:17 Asia/Kabul
  • چین په عراق کښې ۱۰۰۰ ښوونځي جوړوي

د چین حکومت په عراق کښې د زرو ښوونځیو د جوړولو په هدف سره د یو تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکړ

په عراق کښې د چین په مرسته د ښونځیو د جوړولو طرحه له وروستیو کړکیچونو نه پس د عراق په بیارغونه کښې د مرستې په لړ کښې د اقداماتو یوه برخه ده.

رپورټونه وايي چې د پاور چاینا Power China) په نوم یو حکومتي شرکت به په عراق کښې ۶۹۷ ښوونځي جوړ کړي او هم داشان ۳۲۱ نور ښوونځي به د ساینو ټک Sino Tech نومې چیني شرکت له خوا جوړ کړی شي.

د چین سوداګري کارپوهانو څرګنده کړې ده چې دغه تړونونه له عراق سره (سمدستي مرسته) ده.

د یونیسف UNICEF د رپورټ له مخې تقریباً ۳۲ لاکه عراقي ماشومان ښوونځیو ته لاسرسي نه لري.

په عراق کښې د امنیتي مسائلو له امله له څو کالو راهیسې د ښوونځیو د جوړولو پروژه بنده ده.