له ډرونز او توغندي پرته هم پرعربستان کلک ګوزارونه کولی شو
مونږ په مختلفو رودو سره تیریګرو ته تاوان رسولی شو ،داسې چې عربستان په راتلونکي ناکراره شي .
المیادین ټيلیویژني چینل راپور روکړی د یمن د ملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل د صنعا ځواکونه له بې پيلوټه الوتکو او توغندیو څخه له استفادې پرته هم دسعودي عرب پشمول په تیریګرو هیوادونو سخت ګوزارونه کولی شي .
هشام شرف دغه راز ووئيل ، مونږ په مختلفو رودو سره تیریګرو ته تاوان رسولی شو ،داسې چې عربستان په راتلونکي ناکراره شي .
هغه ټينګار وکړ ،تیریګر هڅه کوي ،مونږ له اقتصادي پلوه په تنګڅې کې راولي ، هماغه ډول چې غواړي یمن منزوي کړي .
خو باید په یاد ولري چې د یمن حکومت او ولس به هیڅکله هم د تیریګرو جنایتونو او تیریو په وړاندې تسلیم نشي او د دوی سپير خوبونه به هیڅکله هم پوره نشي .