په نزدې راتلونکي کې دافغانستان بانکي فعالیتونه عادي کیږي
دافغانستان دمرکزي بانک په اعلامیې کې راغلي دي،هڅه کیږي،څو ددغه هیواد په بانکي نظام کې موجود مشکلات ختم کړي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان مرکزی بانک نن په یوې اعلامیې کې ددغه هیواد ښاریزو ته ډاډ ورکړ، بانکي برخه به ډيره زر د پرمختګ په لاره او درست فعالیتونه به ئې په عادي بڼه روان شي .
دافغانستان دمرکزي بانک په اعلامیې کې راغلي دي،هڅه کیږي،څو ددغه هیواد په بانکي نظام کې موجود مشکلات ختم کړي .
د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې واک ته دطالبانو په رسیدا پسې ددغه هیواد بانکي سسټم ،د دړې وړې کیدا په درشل کې ورغی او نغدې پیسو کمښت هم رابرسیره شو .
په افغانستان د طالبانو په ولکې پسې امریکا او نورو لویدیځي هیوادونو د افغانستان د شتمنیو کابو لس میلیارد ډالر کنګل کړل او له دغه هیواد سره ئې خپلې مالی مرستې ودرولې چې دغې چارې د افغانستان ولس له جدي او ډیرو ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی دی .