له عراقه د امریکایي ترهګرو ځواکونو خروج حتمي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110626-له_عراقه_د_امریکایي_ترهګرو_ځواکونو_خروج_حتمي_ده
د حشد الشعبي د ولسي ځواکونو د سازمان مشر، د مقاومت د قومندانانو (شهید سردار سلیمانی او شهید ابومهدي المهندس) د لاري په دوام او له دې هیواده د امریکې په وتلو تاکېد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2022 09:56 Asia/Kabul
  • له عراقه د امریکایي ترهګرو ځواکونو خروج حتمي ده

د حشد الشعبي د ولسي ځواکونو د سازمان مشر، د مقاومت د قومندانانو (شهید سردار سلیمانی او شهید ابومهدي المهندس) د لاري په دوام او له دې هیواده د امریکې په وتلو تاکېد وکړ.

د عراق په پلازمینې بغداد کې د سیاسي او فوځي شخصیتونو په پراخ ګډون سره، د «سردار قاسم سلیمانی» او «ابومهدی المهندس» د شهادت د کلیزي مراسم تر سره شو.

د حشد الشعبي د سازمان مشر «فالح الفیاض» په یاد مراسم کې وویل: د حشد الشعبي ولسي ځواکونه به د مقاومت د قومندانانو لاري ته دوام ورکړي او ژمنه کوي چي له عراق څخه به دفاع وکړي.

هغه دې ته اشارې سره چي د داعش د ترهګري ډلي ماته لویه لاسته راوړنه وه تاکېد وکړ چي حشد الشعبي به د حکومت تر څنګ له عراق څخه امریکایان وشړي.

ډګر جنرال قاسم سلیماني د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان و چي د عراقي چارواکو تر بلنې وروسته بغداد ته د رسمي سفر پر مهال د عراق هوایي میدان ته څېرمه د حشد الشعبي ځواکونو د مرستیال قومندان «ابومهدی المهندس» سره یو ځای د امریکې د بې پیلوتو الوتکو له لوري په نښه شو او په شهادت ورسېدل.