عراق کښې د امریکايي ائتلاف په قافلې باندې څلورمه حمله وشوه
Jan 10, 2022 04:07 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
پرون د عراق په صلاح الدین ولایت کښې د امریکايي ائتلاف د تجهیزاتو په یو ټرک باندې د سړک د غاړې بم چاودلی دی
پرون د عراق په صلاح الدین ولایت کښې د امریکايي ائتلاف د تجهیزاتو په یو ټرک باندې د سړک د غاړې بم چاودلی دی
په عراق کښې د داعش خلاف د امریکايي ضده ائتلاف په لاجسټکي قافلو باندې د حملو په دوام کښې پرون د دغه هیواد یوه بله قافله هدف وګرځیدله.
دغه چاودنه د صلاح الدین ولایت په النباعي سیمه کښې وشوه او چا ته په کښې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو یوازې ټرک او په کښې موجودو تجهیزاتو ته تاوان ورسیده.
دا پرون په عراق کښې د امریکې په قافلو باندې شوې څلورمه حمله وه او له دې مخکښې په مختلفو ولایتونو کښې په دریو نورو بریدونو کښې هم د امریکې تجهیزاتو ته تاوان ورسیده.
ټیګونه