اروپايي هیوادونه باید خپل لس زره ترهګر بوځي
زمونږخبریال وايي د عراق د ملي امنیت سلاکار په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې خپل څه د پاسه لس زره (۱۰۰۰۰) ترهګر چې د سوریې په حسکه زندان کښې وو خپلو هیوادونو ته بیرته بوځي .
د سوریې له زندانونو څخه د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د تښتیدا دوام چې امریکا یې د تښتیدا زمینه برابره کړي ده د عراق د چارواکو اندیښنه رامینځته کړي ده په دې ډول چې په ځلونو یې ویلي دي چې دغه ترهګر دې خپلو هیوادونو ته ورستانه کړې شي او هلته باید محاکمه شي .
د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي پرون په یوې وینا کښې د سوریې په حسکه ولایت کښې د اروپايي هیوادونو د ټروریسټانو شتون د عراق لپاره جدي ګواښ وباله .
د سوریې سرچینو وویل د امریکا پوځیانو تراوسه د داعش د ترهګرې ډلې د غړیو چې د سوریې په حسکه زندان کښې ساتل کیدل د تښتیدا زمینه برابره کړي ده .