له افغانستان سره دمرستو ۱۲فیصده مالی سرچینې برابرې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112782-له_افغانستان_سره_دمرستو_۱۲فیصده_مالی_سرچینې_برابرې_شوي
نړیواله ټولنه  باید فوري ، د انساني غمیزې  او دبشپړ پاښل کیدا په لور د افغانستان له کاږل کیدا د مخنیوي لپاره  هراړخیز ګامونه پورته کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره دمرستو ۱۲فیصده مالی سرچینې برابرې شوي

نړیواله ټولنه  باید فوري ، د انساني غمیزې  او دبشپړ پاښل کیدا په لور د افغانستان له کاږل کیدا د مخنیوي لپاره  هراړخیز ګامونه پورته کړي .

د افغانستان له خلکو سره د مرستو لپاره د ملګروملتو له غوښتو پيسو څخه یوازې دولس فی صده تامین شوي دي .

  زمونږخبریال راپور راکړ ، په افغانستان کې  د نړیوالو  مرستو د ویشلو پر بهیر د ملګروملتو د بشر دوستۍ د مرستو د غږملونکي ادارې استازې میرمن رینا ګیلاني  ووئیل  ملګرو ملتو دافغانستان له ولس سره د مرستې لپاره، د څلور میلیارډ څلور سوه میلیون ډالري مرستو غوښته کړې وه ، خو تر دې دمه یوازې ددغو سرچینو دولس فی صدي برخه تامین شوې ده .

 هغې دافغانستان په اړمنو او مستحقو خلکو کې دنړیوالو مرستو دعادلانه اوشفاف ویش په ضرورت ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ،ملګرو ملتو په دې زمینې کې  یو څارونکی میکانزم تیار کړی دی .

 له بل پلوه  دسره صلیب نړیوالې کمیټې  د افغانستان له خلکو سره دمرستو لپاره د ډيرو هیوادونو په بې پروائۍ نیوکې کړي دي .

 دغې کمیټې پرون  یو ځل بیا  په افغانستان کې د بوږنونکي انساني غمیزې  د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی  او وئیلي ئې دي ،نړیواله ټولنه  باید فوري ، د انساني غمیزې  او دبشپړ پاښل کیدا په لور د افغانستان له کاږل کیدا د مخنیوي لپاره  هراړخیز ګامونه پورته کړي .

ګارډیّن  ورځپاڼې  هم په همداوروستیو کې  په یوه راپور کې د افغانستان د اقتصاد دځوړتیا او د بوږنونکي  انساني غمیزې  دعامل دامریکا بندیزونه بللي دي .