بشار اسد اماراتو ته سفر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113610-بشار_اسد_اماراتو_ته_سفر_وکړ
اماراتو په وروستیو کې له سوریې سره د اړیکو احیا کولو ته مخه کړی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2022 02:16 Asia/Kabul
  • بشار اسد اماراتو ته سفر وکړ

اماراتو په وروستیو کې له سوریې سره د اړیکو احیا کولو ته مخه کړی ده

د سوریې رسمي خبری اژانس سانا اماراتو ته د ولسمشر بشار اسد د سفر خبر ورکړ .

اماراتو په وروستیو کې له سوریې سره د اړیکو احیا کولو ته مخه کړی ده .

اماراتو د سوریې په کړکیچ کې لومړې د دغه هیواد د نظام پرضد عمل وکړ خو د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې له دې وروسته چی د سوریې نظام له ترهه ګرو ډلو سره په جنګ کې کامیابۍ ترلاسه کړه اماراتو په دمشق کط خپل سفارت پرانسته .

بشار اسد پرون اماراتو ته په سفر کې د دغه هیواد له لومړی وزیر شیخ محمد بن راشد ال مکتوم سره په دوبی کی کتنه وکړه .

شیخ مکتوم په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د وروګلویزو اړیکو په لړ کې اماراتو ته د بشار اسد او ورسره ملګري پلاوی سفر هرکلې او په درسته  سوریه کې د سولې او امنیت د تینګیدا په نسبت هیله څرګنده کړه .

دواړو لورو په دغه کتنه کې د دوه اړخیزه اړیکو په تیره بیا تجارتی ، پانګونې او اقتصادی برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه سلاومشورې وکړې . ددغې کتنې نور جزیات تراوسه ندی ترلاسه شوی .