اماراتو ته د سورئې د ولسمشر سفر د امریکا غبرګون راوپاروۀ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113620-اماراتو_ته_د_سورئې_د_ولسمشر_سفر_د_امریکا_غبرګون_راوپاروۀ
د امریکا دخارجه وزارت ویندوي  متحده عربی اماراتو ته د سورئې د ولسمشر بشار اسدپه سفر غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2022 10:10 Asia/Kabul
  • اماراتو ته د سورئې د ولسمشر سفر د امریکا غبرګون راوپاروۀ

د امریکا دخارجه وزارت ویندوي  متحده عربی اماراتو ته د سورئې د ولسمشر بشار اسدپه سفر غبرګون وښود .

متحده عربی اماراتو ته  د سورئې د ولسمشر بشار اسد سفر  په داسې حال کې دی ، چې  د واشنګټن له غوښتې سره سره ،  دامریکا متحدو عربو هیوادونو  چې مخکې ئې د سورئې د قانوني حکومت  دنسکوریدا لپاره  په یوې واحدې جبهې  کې عمل کاوۀ، پخپل مخکیني  کړچار کې په بدلون راوستو سره ئې  د بشار اسد له حکومت سره خپلې ډيپلوماټيکې  او اقتصادي اړیکې احیاء کول پيل کړي دي .

 الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ  د امریکا دخارجه وزارت یوه ویندوی  اماراتو ته د سورئې د ولسمشر د سفر په غبرګون کې  پخپل یوه ټولنیز پيغام کې لیکلی دي  مونږ بشار اسد ته د رواوالی  د ورکولو لپاره په هلوځلو افسوس کوو .

هغه مدعي شوی ، بشار اسد د سورئې د ډيرو خلکو د مرګ ژوبلو مسئول دی ، له دې امله هغه کسان چې د بشار اسد له رژيم سره  د تعامل په فکر کې دي ،باید هغه  جنایتونه په نظر کې ونیول شي . \

داپه داسې حال کې دی چې په تیرو دوو لسیزو کې  د امریکال جنایتکارو واکوالانو  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تیره بیا په لویدیځي آسیا او افغانستان کې د لکونو خلکو په وینو بهولو کې مستقیم لاس درلودلی او خپل  جنایتونه ورڅخه هیر شوي دي .

 د سورئې ولسمشر بشا راسد پرون جمعې ورځې  په  یوه سفر کې  متحده عربی اماراتو ته تللی  او د دوبئ د حاکم  محمد راشید ال مکتوم  او د ابوظبئ له ولی عهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان پشمول  د دغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره کتنې او خبرې اترې کړي دي .   

Image Caption
Image Caption