د فلسطین یوه مبارز څلور صهیونیسټان هلاک کړل
Mar 23, 2022 01:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د مقاومت د عملیاتو عامل شهید محمد غالب ابو القیعان په بئر السیع ښار کښې پرون مازیګر په چاقو سره کابو څلور صهیونیسټه ښارګي میشته کسان هلاک کړل .
د فلسطین رسنیو وویل د مقاومت د دغو عملیاتو اجرا کونکی محمد غالب ابو القیعان هم د صهیونیسټي رژیم د عسکرو په ډزو سره شهید شوی .
د فلسطین حماس غورځنګ هم بیګا په بئر السبع ښار کښې د مقاومت د عملیاتو په مبارکۍ ویلو سره وویل له نیوکګرانو سره د فلسطین د خلکو جنګ هماغه راز دوام لري او د جنګ موجوده حالت به هیڅکله بند نشي .
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ هم د بئر السبع د عملیاتو د ستایلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ یوازی مقاومت دی چې نیواکګران به د خپلو تیریو له دوام څځه منع کړي .
ټیګونه