په نیواکي فلسطین کې شهادت غواړې برید صهیونیستانو ته مرګژوبله واوړله
د نیواکي فلسطین په الخصیرې ښار کې د یو فلسطیني وګړي په یوه شهادت غواړې برید کې دوه صهیونیستي فوځیان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د صهیونیستي رژیم ترهګرو فوځیانو هره ورځ په مختلفو پلمو سره، په فلسطیني وګړو بریدونه کوي او هغوی ته مرګژوبله اړوي، چي فلسطیني وګړي هم د دغو جنایاتو په ځواب کې صهیونیستانو سره مبارزه کوي.
د المیادین له راپور سره سم، دوه فلسطیني وګړي چي په وسلو باندې سمبال وه د الخصیرې په نیواکې ښار کې د صهیونیستي رژیم په فوځیانو باندې ډزې کړي دي چي د امله ۶ صهیونیستي ترهګرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د اسرائیلي سرچینو له راپور سره سم، دوه صهیونیستي فوځیان هلاک شوي او ۴ تنه مرګوني ټپیان شوي دي.
په دغه عملیات کې دوه شهادت غواړي فلسطیني مبارزین هم د اسرائیلي وحشي ځواکونو په ډزو کې په شهادت رسېدلي دي.
تېره اوونۍ کې هم شهید محمد غالب ابوالقیعان د بئرالسبع په سیمه کې د چړې په وسیله په صهیونیستانو برید وکړ چي د امله یې ۴ صهیونیستان په هلاکت ورسېدل.