په تیر میلادي کال کښې ۷۸ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114392-په_تیر_میلادي_کال_کښې_۷۸_فلسطیني_ماشومان_شهیدان_شوي_دي
د فلسطین د احصائیو مرکز په ۲۰۲۱ میلادي کال کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د پځیانو په لاس د ۷۸ فلسطیني ماشومانو د شهادت خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2022 03:09 Asia/Kabul
  • په تیر میلادي کال کښې ۷۸ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي

د فلسطین د احصائیو مرکز په ۲۰۲۱ میلادي کال کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د پځیانو په لاس د ۷۸ فلسطیني ماشومانو د شهادت خبر ورکړ

د ماشومانو د حقوقو یو ملاتړي سازمان تیر میلادي کال، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د فلسطیني ماشومانو لپاره ترټولو خونړی کال وباله.

د فلسطین د احصائیو مرکز پرون د فلسطیني ماشوم د ورځې په مناسبت یو رپورټ کښې وویل چې په تیر ۲۰۲۱ میلادي کال کښې ۱۷ ماشومان په لویدیځې غاړې کښې او ۶۱ نور په غزې تړانګې کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د پوځي ځواکونو په لاس شهیدان شوي دي.

دغه مرکز زیاتوي چې ۱۶۰ تنه فلسطیني ماشومان د اسرائیلو په جیلونو کښې زنداني دي او په داسې حالاتو کښې شپې سبا کوي چې د نړیوالو قوانینو او د ماشومانو د حقوقو د کنوشن خلاف دي.